په روسيه کې د جمهوري رياست انتخابات روان دي

نن په روسيه کې د جمهوري رياست انتخابات روان دي چې اټکل کېږي ولسمشر ویلاديمير پوتين به د څلورم وار لپاره د ولسمشر په توګه وټاکل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله روسيه کې له ځينو انتخاباتي مرکزونو د سرغړونو په سلګونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د انتخاباتو د څارنې خپلواک سازمان ګولوس وايي دوى د دغو انتخاباتو پر مهال د سرغړونو او بې نظميو ١٧٦٤ موارده ثبت کړي دي چې مثلاً د رايې ورکولو بکسونه د څارونکو کمرو له نظره ليرې ساتل شوي او څارونکي خپل کار ته نه دي پرېښودل شوي.

د روسيې د انتخاباتو کمېسيون مرستيال نيکولاى بولايف نن يوه کنفرانس ته وويل:

"همکارانو د هغو معلوماتو له مخې چې اوس مې ترلاسه کړي، د نن ماسپښين تر دوو بجو پورې په دغو ټاکنو کې د خلکو د ګډون اندازه څه کم ٣۵ فيصده وه، زه بايد ووايم چې دا په زياتو سيمو کې د ٢٠١٢مېلادي کال په نسبت د خلکو د ګډون لوړه سطحه ښيي."

په روسيه کې دا انتخابات په داسې حال کې کېږي چې د مسکو او لندن ترمنځ په بريتانيا کې د يوه دوطرفه جاسوس د مسمومېدو پر سر اړيکې ترينګلې شوې دي.

د امريکا متحدو ايالتونو هم درې ورځې مخکې پر روسيې تازه بنديزونه ولګول.