اسرائیل وايي د حماس ډلې یو تونل یې ویجاړ کړی

د اسرائيلو پوځ وايي، د دغه هېواد ځواکونو په غزې تاړانګه کې هغه تونل ويجاړ کړى چې د حماس ډلې افراطي وسله والو د پولې په اوږدو کې د حملو زياتولو لپاره کيندلى و.

د اسرائيلو د پوځ يوه وياند وويل، دغه تونل په ٢٠١۴مېلادې کال کې د غزې د جګړې پر مهال بند کړاى شوى و، خو حماس هڅه کوله چې بېرته يې فعال کړي.

دغه تونل د اسرائيل له سرحد څو سوه متره ليرې د حماس تر ولکې لاندې سيمه کې کيندل شوى و.

تر اوسه حماس ډلې د دې خبر په اړه تبصره نه ده کړې.