د ترکیې له ملاتړه برخمن سرتېري د عفرین مرکز ته رسېدلي

راپورونه وايي، هغه ځواکونه چې ترکيه يې ملاتړ کوي، د سوريې د عفرين ښارګوټي مرکز ته رسېدلي دي.

دغه سيمه تقريباً له دوو مياشتو راهيسې د سوريې د کرد ملېشه وو په وړاندې د ترکيې د پوځي عملياتو مرکز ده.

انقره په عفرين کې چې د ترکيې د پولې په اوږدو پرته سيمه ده، دېره کرد ځواکونه تروريستان ګڼي، ځکه چې په باور يې دوى په ترکيه کې دننه د کرد وسله والو له تاوتريخوالي سره ارتباط لري.

د ترکيې خصوصي خبري اژانس دوګان نن يکشنبه راپور ورکړى، هغو سوريايي جنګياليو چې ترکيه يې ملاتړ کوي، د ښارګوټي پر مرکز ولکه ټينګه کړې ده.

په ويډيويي تصاوير کې وسله وال کسان ښکاري، په داسې حال کې چې د وسلو ځينې ډزې اورېدل کېږي په تشو ودانيو کې قدم وهي.

د سوريې د بشري حقونو د څار اداره وايي، د سوريې جنګيالي د ترکي ځواکونو د سختو هوايي حملو په مرسته توانېدلي چې ښارګوټي ته دننه شي.

په وروستيو ورځو کې په زرګونو ځايي اوسېدونکي له سيمې څخه وتلو ته مجبوره شوي دي.