د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د زراعتي اوبو د کنټرول او د سیلابونو د مدیریت په برخه کې د ۸۶ میلیونو افغانیو په ارزښت، د څلورو بېلابېلو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
د دې وزارت له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پروژو تړون د اوبو او انرژۍ د وزیر او یو شمېر خصوصي شرکتونو د مسؤلینو ترمنځ لاسلیک شو.
وړاندې په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې پروژو له لارې به په بدخشان، بغلان او بادغیس ولایتونو کې یو شمېر استنادي دیوالونه او ساختمانونه جوړ شي.