د نورستان والي وايي، د کله ګوش بند د جوړونې لپاره سروې بشپړه شوې ده.
حافظ عبدالقيوم له ازادي راډيو سره په خبرو کې هيله وښوده چې د اوبو او انرژۍ وزارت د دغه بند د رغونې لپاره عملي اقدام وکړي:
"سروې بشپړه شوې ده، د ډيزاين لپاره يې بودجه هم شته، هيله من يو چې د اوبو او انرژۍ وزارت څومره ژر چې ممکنه وي د ډيزاين مراحل بشپړ کړي، د ولسمشر او نورو مشرانو ژمنه ده چې دغه بند ته به مالي امکانات برابروي."
د کله ګوش د برېښنا بند چې د نورستان ولايت د نورګرام ولسوالۍ په شينګل سيمه کې پرت دى، د سردار محمد داود خان د واکمنۍ په وخت کې پلان شوى و.
د نورستان والي وايي، که دغه بند جوړ او فعال شي، په ختيځو ولايتونو کې به ډېر خلک د برېښنا له نعمت څخه برخمن او په زرګونو جريبه کرنيزه ځمکه به خړوبه شي.