د کندهار امنیتي چارواکي ددغه ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د ۱۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د کندهار امنيه قوماندان عبدالرازق وايي چې دغه وسله وال تېره ورځ ناوخته د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوي دي.
د قوماندان په وینا، په وژل شویو وسله والو کې د بم جوړلو دوه انجنیران هم شامل دي.
قوماندان وايي، وژل شويو وسله والو د خاکریز ولسوالۍ په یوه کور کې د سړک د غاړې بمونه جوړول چې له هوا څخه په نښه شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.