د سوریې په شمال او جنوب کې زرګونه ملکیان له خپلو سیمو وتلي

د سوریې په شمال او جنوب کې پرون زرګونه ملکیان له خپلو سیمو وروسته تر دې ووتل چې د سوریې حکومت او ترکي ځواکونو عملیات وکړل.

د الابراهیم په نوم د سوریې یوه دولتي چارواکي روېټرز اژانس ته پرون یکشنبه وویل:

"تر شلو زرو ډېر هېوادوال له غوطې څخه وتلي دي، لکه څرنګه چې تاسو ګورئ، شااوخوا ډېر بیروبار دی."

غوطه پلازمېنې دمشق ته نېږدې پرته ده، د دې سیمې د نیولو لپاره روسي ځواکونه د سوریې د حکومتي پوځیانو ملاتړ کوي.

په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار د ډلې په وینا، د غوطې په جګړه کې تر اوسه نېږدې ۱۴ سوه ملکیان وژل شوي دي.

د سوریې په شمال کې یوه بله جګړه چې هغه هم لا پایته نه ده رسېدلې، په عفرین سیمه کې د ترکي ځواکونو له لورې روانه ده.

ترکي پوځیان د هوا او ځمکې له لارې عملیات کوي چې دا سیمه له کردانو ونیسي.

د بشري حقونو د څار د ډلې په وینا، په عفرین کې د درې ورځنیو عملیاتو په ترڅ کې تر دوه لکه ډېر ملکیان لارو کوڅو ته راوتلي او کورونه یې پرې ایښي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د سوریې په اووه کلنه جګړه کې تر درې نیم لکه ډېر کسان وژل شوي دي.