د نورستان د ولایتي شورا استازو په مرکز پارون کې د یوه پوهنتون د جوړېدو غوښتنه وکړه او په ورته وخت کې یې له اجراېیه رېیس سره د کتلو پرمهال، د نورستان د بې ځایه شویو خلکو د ستونزې د هواري هیله وکړه.
د نورستان د ولایتي شورا رئیس انجنیر سعدالله د ولایتي شورا له نورو غړو سره پرون شنبه په کابل کې له عبدالله عبدالله سره خبرې وکړې.
د اجرائیه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې د نورستان استازو ټینګار وکړ چې د نورستان د هغو بې ځایه شویو غم دې وخوړل شي چې اوس په ننګرهار کې ژوند کوي.
اجرائیه رئیس له دوی سره ژمنه وکړه چې د پوهنتون د جوړېدو او د بې ځایه شویو د ستونزو په اړه به لازم هدایت ورکړي.