قادري: د وردوج او یمګان ولسوالیو د نیولو لپار چمتووالی نیول شوی

د بدخشان امنيتي چارواکي وايي د يمګان او وردوج ولسواليو د بېرته نيولو لپاره چمتووالى نيول شوى دى.

د افغانستان په شمال ختيځ کې د پامير شلمې فرقې قوماندان جنرال نور الله قادري ازادي راډيو ته وويل:

"په وردوج او يمګان ولسواليو کې هم موږ پوځي عمليات په پام کې لرو. په نېږدې راتلونکي کې به د دغو عملياتو پر پلان کار وکړو. خپلې اړتياوې له مرکز سره شريکوو، له عالي رتبه چارواکو هيله کوو چې په دغو عملياتو کې مو ملاتړ وکړي."

څه باندې دوه کاله کېږي چې د بدخشان يمګان او وردوج ولسوالۍ د دولت د وسله والو مخالفینو په کنټرول کې دي.

د بدخشان ولايتي ادارې تر دې مخکې هم د دغو ولسواليو د بېرته نيولو لپاره د پوځي عملياتو د چمتووالى خبر ورکړى و.