جانسن: ډېر احتمال شته د سکريپال د وژلو پرېکړه پوتین کړې وي

د بریتانيې د بهرنيو چارو وزير بوريس جانسن د جمعې په ورځ وويل، ډېر احتمال شته چې په لندن کې د دوه طرفه پخواني روسي جاسوس د وژلو پرېکړه پخپله روسي ولسمشر ولادیمير پوتين کړې وي.

ده وويل:

"په دې کې د شک ځای لږ دی چې دا د روسي دولت قصدي کار دی، دوی په روسيه کې جوړ شوي کيمیاوي زهر د هغو روسانو پر وړاندې کاروي چې دوی يې سرغړوونکي ګڼي."

په بریتانيه کې پخوانی روسی دوه طرفه جاسوس سرګي سکريپال او د هغه لور يولیا د مارچ مياشتې په څلورمه نېټه د کیمیاوي زهرو په وسیله مسموم شوي وو.

دا زهر د نظامي وسلې په توګه پېژندل شوي دي.

سکريپال او لور يې اوس په بد روغتیايي وضعيت کې تر درملنې لاندې دي.

تر دې پېښې وروسته د بریتانیې صدراعظمې د تېرې سې شنبې په ورځ له بریتانیې څخه د ۲۳ روسي ډپلوماټانو د ايستلو پرېکړه اعلان کړه.