افغان امنیتي چارواکي وايي، په فراه ولايت کې پراخ تصفيوي عمليات روان دي.
وروسته له هغه چې په دغه ولایت کې امنيتي تهديدونه زیات شول، یو اوپراتيفي پلاوی د عملیاتو د مشرۍ لپاره هلته تللی دی.
دا خبرې د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال دولت وزیري د جمعې په ماښام ازادی راډيو ته وکړې.
ښاغلي وزیري زیاته کړه:
"لوی درستيز هم د همدې لپاره هلته تللی چې وضعیت له نېږدې وویني او وارزوي، هلته نوي قطعات رسېدلي چې دغه ولايت په بشپړه توګه تصفيه کړي او محاربوي عملیات پر مخ يوسي."
په فراه ولايت کې دا تصفیوي عملیات وروسته له هغه کېږي چې د تېرې دوشنبې په ورځ طالبانو د فراه ولايت پر انار دره ولسوالۍ بريد وکړ او دا ولسوالي يې شا او خوا د یوه ساعت لپاره ونيوله.
همغه ورځ انار دره ولسوالي د افغان ځمکنیو او هوايي ځواکونو د عملیاتو په نتيجه کې بېرته له وسله والو مخالفينو څخه ونيول شوه.