په لوېدیځه غاړه کې پرون یوه فلسطیني پر اسرائیلي سرتېرو موټر تېر کړ چې له امله يې یو افسر او یو سرتېری ووژل شول او دوه نور ژوبل شوی دي.
د اسرائیلو د دفاع وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې دا پېښه پرون جنین ښار ته نېږدې شوې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي دي چې برید کوونکی فلسطینی ټپي دی او دا مهال په روغتون کې دی.
د اسرائیلو د دفاع وزارت دا پېښه یو تروریستي عمل بللی دی.
د اسرائیلو داخلي استخباراتو یا شین بیت ویلي دي چې برید کوونکی فلسطینی د اسرائیل په زندان کې بند تېر کړی و او تېر کال خوشې شوی دی.
که څه هم د فلسطینیانو حماس ډلې دا برید ستایلی دی، خو د دې پېښې مسؤلیت يې پر غاړه نه دی اخیستی.