پوتین د خپل هېواد پر خلکو غږ وکړ چې په انتخاباتو کې ونډه واخلي

د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین د خپل هېواد پر خلکو غږ وکړ چې د مارچ د اتلسمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې پراخه ونډه واخلي.

د کرملین پر ویب‎پاڼه نن د پوتین په خپره شوې ویډیو کې روسي وګړي هڅول شوي چې د لوېې او ګرانې روسيې د نوي مشر د ټاکلو لپاره خپل د رأی حق وکاروي.

کتونکي وايي، پوتین غواړي چې په انتخاباتو کې د خلکو ونډه زیاته او د بري اندازه يې زیاته وې.

د روسيي د ولسمشرۍ انتخاباتو ته اته کسان کاندید دي، خو کتونکي وايي حاشيې ته د خپلو مخالفینو په ایستلو او د هغوی د ځپلو له امله پوتین په د بلې دورې لپاره چې ښايي وروستۍ يې وي، خپل بری یقیني کړی دی.