د روسيي د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن د جمعې په ورځ وویل، مسکو به د بریتانيې لهخوا د ۲۳ روسي ډیپلوماتانو د ایستلو په عکسالعمل کې بریتانوي ډیپلوماتان له خپلې خاورې وباسي.
د بریتانيي او روسيې ترمنځ دا ډیپلوماتیکه شخړه په بریتانیه کې دې یوه پخواني روسي جاسوس د مسمومولو له امله چې لندن وايي، د سړې جګړې د وخت اعصاب فلجونکي موادو څخه پهکې کار اخېستل شوی، راپورته شوې ده.
خو د روسيې د بهرنیو چارو وزیر په قزاقستان کې خبریالانو ته پهخبرو کې دا ونه ویل چې روسیه به کله او څومره بریتانوي ډیپلوماتان وباسي.
بریتانیا وايي، روسیه د ۶۶ کلن پخواني جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د ۳۳ کلنې لور د وژلو د هڅې تر شاه ده.
سکریپال او لور ېې د مارچ په څلورمه نېټه د بریتانيې په جنوب کې په بې هوښه حالت کې وموندل شول.