د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې په اړه د افغان حکومت پیشنهاد پرته له قید او شرطه ومني.
د امنیت شورا په اعلامیه کې چې پرون پنجشنبه خپره شوې راغلي چې د دې شورا ټول غړي له طالبانو سره د خبرو په اړه د افغانستان د حکومت له پیشنهاد ملاتړ کوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني شاوخوا شل ورځې وړاندې د کابل کانفرانس په دوهمه غونډه کې طالبانو ته د سولې خبرې پیشنهاد کړې.
په همدې حال کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې په خپلو خبرو کې له طالبانو وغوښتل چې جګړه پای ته ورسوي او د افغانستان له دولت سره د سولې خبرو ته کیني.
طالبانو تر اوسه پورې په رسمي ډول د افغان حکومت د سولې پیشنهاد ته ځواب نه دی ویلی.