د امریکا د فلوریډا ایالت په نړیوال پوهنتون کې څلور تنه هغه مهال ووژل شول چې د یو لوی سړک لهپاسه د پلي کسانو د تېرېدو لپاره تازه جوړ شوی پُل ونړېد.
ویل کېږي، د نړېدلي پُل د ماتو ګوډو لاندې اته موټر بند پاتې دي او د پېښې له ځایه نهه ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.
چارواکي وايي، دا پُل چې د فلوریډا ایالت نړیوال پوهنتون یې د سویټواټر په نوم ښارګوټي سره وصلوه، ۵۳ متره اوږدوالی او ۹۵۰ ټنه وزن درلود چې پنځه ورځې مخکې رسماً پرانېستل شوی و.
د فلوریډا ایالت یو سناتور ویلي چې په پېښه کې له شپږو تر لس تنو وژل شوي دي.
دا چې د دې پوهنتون محصلین په پسرلنۍ رخصتۍ کې دي، نو د پېښې پرمهال په سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه وه.