له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې ۲۳ کسان په څلورو ولایتونو کې د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیولي دي.
له نشهيي موادو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، سرحدي پوليسو یو تن په داسې حال کې نيولی چې غوښتل یې ۳،۳۴۶ کېلو ګرامه هیروئين د حامد کرزي له هوايي ډګر نه دبۍ ته قاچاق کړي.
د ښاغلي مؤحد په وینا په بېلابېلو پېښو کې په کابل، ننګرهار، هرات او هلمند ولایتونو کې ۲۲ تنه نور قاچاق وړونکي هم نیول شوي چې ۲۱ کېلو ګرامه هیروئين،۲۱ کېلو ګرامه مورفین، ۳۳۶ کېلو ګرامه تاریاک، ۲۳۱۵ کېلو ګرامه چرس او ۴۶۲ لیټره الکولي مشروباتیې قاچاق کول.
ياده دې وي چې له نشهيي موادو سره د مبارزې محکمې په تېره یوه اوونۍ کې ۳۱ کسان د نشهيي موادو په څو پېښو کې د لاس لرلو په تور له دوو څخه نيولې بيا تر ۳۶ کالو پورې په بند محکوم کړي دي.