پاکستان په نوي ډيلي کې خپل ډيپلوماټان د سلامشورو لپاره ورغوښتي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په نوي ډيلي کې خپل جګ‎پوړي ډيپلوماټان یې د سلامشورو لپاره راغوښتي دي.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند محمدفیصل پرون وویل، دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې په نوي ډيلي کې دېره پاکستاني چارواکو او د هغو کورنیو له دوی سره د ناوړه چلند خبر ورکړ.

دوی همدا راز ویلي چې پر موټرسایکلونو سپرو یو شمېر کسانو دوی تعقیب کړل او غوښتل یې چې فلم یې واخلي.

اسلام‎اباد له دې ادعا وروسته په پاکستان کې د هند د سفارت یو ډیپلوماټ د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ، خو هند تر دې دمه په دې اړه تبصره نه‎ده کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، تمه ده چې په هند کې د پاکستان لوی کمېشنر هم په روانه اوونۍ کې خپل هېواد ته ستون شي.

پاکستان او هند اکثر د یو بل ډيپلوماتان په جاسوسي تورنوي.