م.م: د سوریې دولتي ځواکونو او ملېشو پر ښځو او نجونو تېری کړی

ملګرو ملتونو پرون پنجشنبه په خپل یوه نوي راپور کې وویل چې د سوریې دولتي ځواکونو او ملېشو د حکومت مخالفینو ته د سزا ورکولو په مقصد د یوه کمپاین په ترڅ کې پر ښځو او نجونو تېری کړی او له هغو سره یې ناوړه جنسي چلند کړی.

ملګري ملتونه وايي چې د دوی دا کارونه د بشریت ضد او جنګي جنایت شمېرل کېږي.

د ملګرو ملتونو څېړونکو په دې راپور کې ویلي، دوی داسې شواهد موندلي چې ښيي د سوریې په جګړه کې ښکېلو د وسله‎والو مخالفینو ډلو هم له ښځو سره ناوړه جنسي چلند کړی او ځورولي یې دي، خو په راپور کې ویل شوي دي چې د دې ډلو له‎خوا د سرغړونو موارد ډېر لږ پېښ شوي دي.

په راپور کې همدا راز ویل شوي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې وسله‎والو یو شمېر نجونې او ښځې د زنا په تور سنګسار کړي دي او ځینې یې په زور واده ته اړې کړي او همدا راز یو شمېر نارینه یې له نارینه‎وو سره د ناروا اړیکو په تور ځورولي دي.

د یوه بل خبر له مخې د بشري حقونو د څار یوه ډله وايي چې د ختیځې غوطې له حمیره او شاوخوا سیمو څخه د جګړو له کبله شاوخوا ۲۰ زره ملکي وګړي د خپلو کورونو او مېنو پریښودو ته اړ شوي دي.