د بغلان د ملي امنیت اداره وايي چې د کندز ولایت درې تنه اوسیدونکي په بغلان کې له تښتوونکو څخه وژغورل شول.
د بغلان والي عبدالحي نعمتي پرون پنجشنبه خبریالانو ته وویل، دا کسان نژدې دوه میاشتې مخکې د پلخمري ښار له بالادورې سیمې څخه تښتول شوي وو او د پولیسو په مرسته په مرکزي بغلان سیمه کې له یوه پټنځای څخه وژغورل شول.
ښاغلي نعمتي همدا راز وویل چې د پېښې په تړاو پنځه وسلهوال کسان هم نیول شوي دي.
چارواکو د دې کسانو د هویت په اړه تر اوسه څه نهدي ویلي.