اندونیزیا به نن د افغانستان د سولې په اړه د دیني عالمانو د یوې غونډې کوربه وي.
دا غونډه د افغان، پاکستاني او اندونیزیايي دیني عالمانو په ګډون د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې جوړېږي او د دوشنبې تر ورځې پورې به دوام وکړي.
د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد ازادي راډیو ته وویل چې په غونډه کې به د افغانستان د جګړې په اړه د اسلام له نظره بحث وشي.
نوموړي زیاته کړه:
"د سولې عالي شورا هیله لري چې هم له پاکستاني علماوو سره او هم د سیمې لپاره داسې یو تفاهم ته ورسېږي چې د جګړې د بندېدلو او په افغانستان او سیمه کې د امن د فضا د رامنځ ته کولو لپاره له دې کنفرانسه کار واخېستل شي."
افغان حکومت هم ویلي چې د جاکارتا غونډې ته هیلهمن دی.
دیني عالمان په داسې حال کې د افغانستان د جګړې په اړه بحث کوي چې په پام کې ده په را روانو دوو اونیو کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت پر لارو چارو د بحث لپاره په ازبکستان کې یوه غونډه جوړه شي.
دا غونډه د روانې مارچ میاشتې په ۲۶ مه د ګڼ شمېر هېوادونو د استازو په ګډون په تاشکند کې جوړېږي.