د منځنۍ اسیا څلور ولسمشران په قزاقستان کې په سیمهییزه سرمشريزه کې ګډون کوي.
دا سرمشريزه په ۱۰ کلونو کې لومړۍ داسې غونډه ده چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ازبک ولسمشر اسلام کريموف تر مړينې وروسته د سيمې د قدرتونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ ښيي.
د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایف به نن په استانه کې د ازبک ولسمشر شوکت مير ضيايف، د قرغز ولسمشر سورنبای جين بېکوف او تاجک ولسمشر امام علي رحمان کوربه وي.
د دې سرمشريزې وړانديز ميرضيايف کړی وو چې د کريموف تر مړينې وروستهیې د ازبکستان او د ګاونډيو هېوادونو د اړيکو پر پراخولو کار کړی.