نیوزیلنډ وايي د روسي جاسوس «بورېس کارپيخکوف» ادعاوې څېړي

د نيوزيلنډ پولیس وايي، د هغه سړي د ادعاوو په اړه پلټنې کوي چې وايي یو وخت‌يې د روسیې له استخباراتو سره کار کاوه او ۱۰ کاله مخکې په اکلنډ کې ورته زهر ورکړل شوي وو.

بورېس کارپيخکوف دا ادعا پر بریتانيايي ټلوېزیون «ای. ټي. وي» تېره اوونۍ وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې په بریتانيا کې پخواني روسي جاسوس سرګي سکريپال ته د کمياوي زهرو د ورکولو راپورونه راغلي.

کارپيخکوف «ای. ټي. وي» ته وويل چې ده په «کې جي بي KGB» کې کار کاوه، بيا دوه طرفه جاسوس شو او وروسته‌يې په بریتانيا کې پناه واخيسته.

ده په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷میلادي کلونو کې په نيوزيلنډ کې ۱۵ مياشتې تېرې کړې وې.

ده ويلي چې تېره مياشت ورته په ټیليفون کې وويل شول چې له ده او ځینو نورو کسانو سره به ډېرې بدې پېښې وشي.

ده ويلي په هغو معلوماتو کې د سرګي سکريپال نوم هم وو.

سرګي سکريپال هغه دوه طرفه جاسوس دی چې د روانې مېلادي مياشتې په لومړيو کې په بریتانيا کې ورباندې د زهرو حمله وشوه او اوس تر درملنې لاندې دی.