د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو ریاست مسؤلین وايي چې د نا امنیو او هدفي وژنو له امله یو شمېر سوداګرو خپلې پانګې له هېواد نه بهر انتقال کړې دي.
د دغه ولایت د سوداګرۍ رئیس شیر علم املهوال نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه سوداګرو خپلې پانګې دبۍ او ترکیې ته انقال کړي چې په خبرهیې دا د خلکو پر اقتصاد ناوړه اغېز درلودلی شي.
نوموړی وايي چې دغه ستونزه دوی په وار وار د ننګرهار ولایت له سیمهییزو چارواکو سره شریکه کړې، خو د ځواکونو د کمښت له امله نهده هواره شوې.