د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وایي، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اقدام چې د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسنیې له دندې لیرې کړ، ښیي چې متحده ایالات نیت لري چې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران له اټمي تړونه ووځي.
د ایران د ایسنا دولتي خبري اژانس د عباس عراقچي له قوله خبر ورکړی چې ویلي یې دي، متحده ایالاتو پرېکړه کړې چې له دغه تړونه ووځي او په بهرنیو چارو وزارت کې دغه بدلون د همدې هدف لپاره شوی یا هم ښایي هغه یو له دلایلو وي.
ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ ټېلرسن لیرې او پر ځای یې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې یا «سي. ای. اې» مشر مایک پامپیو چې ویل کېږي له ایران سره د شوي اټمي تړون مخالف دی، د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکه.
ټرمپ په کراتو د ۲۰۱۵ میلادي کال پر اټمي تړون انتقاد کړی او هغهیې یو ناوړه تړون بللی دی.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عراقچي دغهراز ویلي چې اروپایانو تهیې ویلي چې که امریکا په دغه تړون کې نهشي ساتلی ایران به هم ترې ووځي.