ولسمشر پوتين د انتخاباتو په درشل کې کريميا ټاپووزمې ته سفر وکړ

ولسمشر پوتين

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جمهوري رياست د انتخاباتو په درشل کې پرون کريميا ټاپووزمې ته سفر وکړ.

په پام کې ده ولاديمير پوتين د ٢٠١٤ میلادي کال د مارچ د ١٦مې د ټولپوښتنې د کليزې په مناسبت مراسمو کې ګډون وکړي چې روسيې ورڅخه له خپل قلمرو سره د دې ټاپووزمې د الحاق د توجيه لپاره ګټه واخیسته.

د کرملېن وياند دميتري پسکوف وويل، په روسيه کې د راتلونکې يکشنبې د جمهوري رياست تر انتخاباتو مخکې کريميا ته د ولسمشر پوتين دا سفر به د کمپاين تر ټولو لوى او وروستي مراسم وي.

بل‎خوا د اوکراين ولسمشر پترو پروشنکو کريميا ټاپووزمې ته د پوتين دغه سفر "ډېره خطرناکه پارونه" ګڼلې ده.

هغه له اروپايي ټولنې غوښتنه وکړه، پر هغو کسانو بنديزونه ولګوي چې د اوکراين په قلمرو کې يې د روسيې د جمهوري رياست انتخابات تنظيم کړي دي.