پکتیکا کې د طالبانو له‌خوا یوه تښتول شوي سړي ۷ وسله‌وال وژلي

اول خان

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، د اول خان په نوم يوه کس چې وسله‎والو طالبانو تښتولى وو، ٧ وسله‎وال طالبان وژلي او بيا په تېښته بريالى شوى دى.

د پکتيکا چارواکي وايي، دغه کس د سروبي ولسوالۍ د سيمه‎ييزو پوليسو د قوماندان دريا خان ورور دى، په دې ولسوالۍ کې وسله‎والو طالبانو ونيوه.

د اول خان په حمله کې د ١٨ نورو وسله‎والو طالبانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.

د پکتيکا مطبوعاتي دفتر پرون ماښام په يوه اعلاميه کې ويلي، وسله‎والو طالبانو غوښتل اول خان خپل مشر ته ورولي، خو دى وتوانېد د لارې په اوږدو کې دغو وسله‎والو ته مرګ ژوبله واړوي او په تېښته بريالى شي.

تر اوسه وسله‎والو طالبانو په دې اړه څه نه‎دي ویلي.