د ننګرهار چارواکي د جلال‎اباد-تورخم د لارې لپاره ولسي ځواک جوړوي

د ننګرهار چارواکي د جلال‎اباد-تورخم د لارې د خونديتوب لپاره ٣٠٠ کسيز ولسي ځواک جوړوي.

د والي وياند عطا‎الله خوګياڼي پرون چهارشنبه ازادي راډيو ته وويل، دغه ځواک به د افغان قواوو د نورو تشکيلاتو په څنګ کې فعاليت ولري.

ښاغلی خوګیاڼی زیاتوي:

"د دې لپاره چې د تورخم-جلال‎اباد امنيتي ستونزې حل او په ورڅېرمه ولسواليو کې دښمن وځپل شي، په پلان کې لرو چې د بټي‎کوټ، مومندرې او غني‌خېلو ولسواليو له ٣٠٠ تنو څخه ولسي ځواک په دنده وګمارو."

د ننګرهار د والي وياند وايي، تجربو ښودلې ده چې په دغه ولايت کې ګمارل شوي ولسي ځواک د امن په ټينګښت کې مؤثر رول لوبولى دى.