په استانه کې نن یوې محکمې د قزاقستان د اقتصاد پخوانی وزیر د بډې اخیستنې او اختلاس په قضیه کې په ۱۰ کاله بند محکوم کړ.
محکمې په دې قضیه کې د قوندیق بشیمبایف سربېره ۲۲ نور تورنو کسانو ته هم له دوو نیولې تر اوو کلونو د بند سزا ورکړل شوه.
۳۷ کلن بشیمبایف تېر میلادي کال وروسته له هغې چې ولسمشر نور سلطان نظربایف له دندې لیري کړ، د قزاقستان د فساد ضد ادارې لهخوا ونیول شو.
که څه هم بشیمبایف له ولسمشر نظربایف بخښنه غوښتې ده، خو ټینګار کوي چي کوم غیر قانوني کار يې نهدی کړی.