د کندهار-هرات پر لویه لار ټرافیکې پېښې ۷ مسافرین وژلي

د کندهار-هرات پر لویه لار د میوند ولسوالۍ د تور مانده په سیمه کې د یوه ۴۰۴ بس او کرولا موټر د ټکر له امله ۷ مسافرین وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

د کندهار د والي ویاند قدرت‎الله خوشبخت ازادي راډیو ته وویل چې نن غرمه مهال د میرویس نیکه ټرانسپورتي شرکت اړوند یو ۴۰۴ ډوله موټر چې له کندهاره هرات ته پر لاره و، د کندهار د میوند ولسوالۍ په تور مانده سیمه کې يې د یوه کرولا موټر سره ټکر کړی دی.

د خوشبخت په وینا په پېښه کې ۷ مسافر وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

خوشخبت زیاتوي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.