ولسمشر غني: د افغانستان سیاسي غېږه باید پراخه وي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان سیاسي غېږه باید پراخه وي او هغه بحرانونه نور باید پای ته ورسېږې چې له څو کلونو راهیسې د افغانستان د خلکو لپاره په میراث کې پاتې دي.

ښاغلي غني دا خبرې نن په ارګ کې د حزب وحدت د پخواني مشر عبد العلي مزاري د تلین په مناسبت جوړه شوې غونډې ته وکړې.

نوموړي وویل د مرکزي افغانستان جغرافیايي زندان په ماتېدو دی.

اجرائیه رئیس عبد الله عبد الله بیا په دې غونډه کې پر وخت د راتلونکو انتخاباتو د کېدو خبره وکړه او د انتخاباتو له کمېسیون څخه‌يې وغوښتل چې په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

عبدالله عبدالله وویل د انتخاباتو د کمېسیون په چارو کې د حکومت هېڅ ډول مداخله نه‌لیدل کېږې.

د مزاري د ۲۳تلین د لمانځلو په دې غونډه کي د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلي د سولې پروسې ته په اشاره وویل چې په نوي لمریز کال کې به په افغانستان کې د جګړو د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته شي.

خلیلي یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې سولې ته مخه کړي او له دې ډلې سره د رسمې او غیر رسمي خبرو پر کولو یې ټینګار وکړ.