ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د مرکزي افغانستان جغرافیايي زندان په ماتېدو دی او هېڅڅوک نهشي کولای مرکزي افغانستان بیا په زندان بدل کړي.
ښاغلي غني دا څرګندونې نن چهارشنبه په ارګ کې د حزب وحدت د پخواني مشر عبدالعلي مزاري په یاد غونډه کې وکړې.
نوموړي وویل، د ملي یووالي حکومت د سولې او هوساینې اساس دی.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله بیا په دې غونډه کې پر وخت د راتلونکو انتخاباتو د کېدو خبره وکړه او د انتخاباتو له کمېسیونهيې وغوښتل چې په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.
عبدالله عبدالله وویل، د انتخاباتو د کمېسیون په چارو کې د حکومت هېڅ ډول مداخله نهلیدل کېږي.
د مزاري د ۲۳م تلین د لمانځلو په دې غونډه کې د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلي د سولې پروسې ته په اشارې وویل، په نوي لمریز کال کې به په افغانستان کې د جګړو د کمولو لپاره عملي ګامونه پورته شي.
خلیلي یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې سولې ته مخه کړي او له دې ډلې سره د رسمي او غیر رسمي خبرو په کولو ټینګار وکړ.