د کونړ ولایت په درېیو ولسوالیو تېره شپه د پاکستان پوځ د توپونو ۶۳ ګولۍ راویشتل شوي چې یو تن پهکې ټپي شوی دی.
د کونړ امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه د پاکستان پوځ په دانګام، سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو د توپونو ۶۳ ګولۍ راویشتې دي.
هغه وویل، یو کس ټپي شوی چې د دانګام اوسېدونکی دی.
دوه ورځې وړاندې هم د پولې له هاخوا پر دانګام ولسوالۍ له ۲۰۰ زیات د توپونو ډزې شوې وې.
افغان چارواکي پاکستاني پوځيان تورنوي چې سرحدي سیمې په توپونو وهي، خو د پاکستان حکومت پخوا ځیني وخت داسې بریدونه رد کړي دي.