د امریکا د پوځ یوه قوماندان له ایران سره د اټمي تړون ننګه وکړه

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ یوه لوړپوړي قوماندان له ایران سره د اټمي تړون ننګه وکړه.

د امریکا متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندۍ مشر جوزف ووټل د سنا جرګې د پوځي خدمتونو په کمېټه کې وویل چې د دفاع وزیر جېمز مټېس او لوی درستیز جوزف ډانفورد له نظر سره موافق دی چې دا تړون لا هم د امریکا په ګټه دی.

له دې څو ساعته مخکې رکس ټېلرسن چې د اټمي تړون یو مدافع و، د ولسمشر ډونالد ټرمپ له‌خوا له دندې لیرې شو.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۵ میلادي کال پر اټمي تړون انتقاد وکړ او هغه‌یې یوه بده معامله یاده کړه.

ټرمپ مخکې ویلي و چې که دا تړون اصلاح نه‌شي واشنګټن به ترې ووځي.

خو تهران ویلي چې د شوي اټمي تړون په اړه به له چا سره خبرې ونه‌کړي.