د کرکټ افغان ملي ټيم سبا پنجشنبه وېسټ انډیز سره مخ کېږي

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم سبا پنجشنبه د ۲۰۱۹ میلادي کال د نړیوال جام د غوراوي پړاو په دوهم دور کې له وېسټ انډیز سره مخ کېږي.

افغان ټیم په ګروپي دور کې تر درېیو ماتو او یوې بریا وروسته شپږو غوره ټیمونو ته لار پیدا کړه چېرته چې تمه ده په وېسټ انډیز سربېره له عربي متحده اماراتو او ایرلنډ سره هم ولوبېږي.

د افغانستان او وېسټ انډیز لوبه د زېمبابوې په مرکز هراره کې کېږي او د افغانستان په وخت به سبا د غرمې په شااوخوا ۱۲ بجو پیل شي.

د شپږ غوره ټیمونو لوبې په ټلوېزیونونو ښکاره کوي.

افغانستان که غواړي نړیوال جام ته لار پیدا کړي، باید درې واړه لوبې وګټي او د نورو ټیمونو دوو ماتو ته په تمه وي.

د ۲۰۱۹ میلادي کال د نړیوال جام غوراوي سیالۍ د زېمبابوې په کوربه‌توب پیل شوې دي.