د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وایي، د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر مایک پامپیو د رکس ټېلرسن پر ځای د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکي.
پامپیو د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې د «سي. ای. اې» د رئیس په توګه دنده ترسره کوي.
ډونالد ټرمپ دغه اعلان نن د ټویټر له لارې په یوه پیغام کې کړی دی.
د ښاغلي ټېلرسن د لیرې کېدو په اړه نور جزئیات نهدي ورکړل شوي، خو ټرمپ په خپل پیغام کې ویلي چې پامپیو به ډېر عالي کار سر ته ورسوي او له رکس ټېلرسن څخه هم د خپلو خدموتونو په خاطر مننه کوي.
د امریکا ولسمشر دغهراز د ټویټر له لارې په پیغام کې دا هم ویلي چې د امریکا د استخباراتو د ادارې «سي. ای. اې» مرستیاله جینا هاسپل «Gina Haspel» د دې ادارې د نوې رئیسې په توګه ټاکي.
هغه به لومړنۍ ښځه وي چې د «سي. ای. اې» د مشرې په توګه ټاکل کېږي.
د واشنګټن پوست ورځپاڼې د راپور له مخې هاسپل په یوه بیان کې ویلي چې دا ډېره خوشحاله ده چې ترفیع ورکول شوې.
هغې ویلي د امریکا د استخباراتو په مرکزي اداره کې د یوې افسرې په توګه له ۳۰ کلونو کار کولو وروسته دا د دې لپاره د ویاړ ځای و چې د مایک پامپیو په خوا کې د دغې ادارې د مرستیالې په توګه خدمت وکړي.
تر اوسه د ټېلرسن د لیرې کېدو عوامل نهدي څرګند، خو له څو میاشتو راهیسې داسې ګنګوسې روانې وې چې هغه به ښایي د امریکا د تر ټولو لوړې ډیپلوماتیکې څوکۍ څخه لیرې شي.
واشنګټن پوست ورځپاڼې دغهراز وویل چې ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ له ټېلرسن نه غوښتي و چې استعفا وکړي.
ټېلرسن چې د افریقا په سفر وتلی و د دوشنبې په ورځیې دغه سفر نیمګړی پرېښود او بېرته واشنګټن ته ستون شو.
- پخواني معلومات
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وایي، د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر مایک پامپیو د رکس ټېلرسن پر ځای د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکي.
پامپیو د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې د «سي. ای. اې» د رئیس په توګه دنده ترسره کوي.
ډونالد ټرمپ دغه اعلان نن د ټویټر له لارې په یوه پیغام کې کړی دی.
په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړل شوي، خو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وایي چې ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ له ټېلرسن غوښتي و چې استعفا وکړي.
ټېلرسن چې د افریقا په سفر وتلی و د دوشنبې په ورځ دغه سفر نیمګړی پرېښود او بېرته واشنګټن ته ستون شو.