د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر وایي، د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې مشر مایک پامپیو د رکس ټېلرسن پر ځای د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکي.
پامپیو د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې د «سي. ای. اې» د رئیس په توګه دنده ترسره کوي.
ډونالد ټرمپ دغه اعلان نن د ټویټر له لارې په یوه پیغام کې کړی دی.
په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړل شوي، خو د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وایي چې ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ له ټېلرسن غوښتي و چې استعفا وکړي.
ټېلرسن چې د افریقا په سفر وتلی و د دوشنبې په ورځ دغه سفر نیمګړی پرېښود او بېرته واشنګټن ته ستون شو.