د ترکیې پوځ وایي، د سوریې عفرین ښار یې محاصره کړی

د ترکیې پوځ وایي، د سوریې شمالي ښار عفرین‌یې محاصره کړی دی.

له هېواد نه بهر د انقرې پوځي عملیات په دې ښار کې د «وای پي جي» ملېشو پر ضد متمرکز دي.

د ترکيې پوځ په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې ترکي سرتېرو په سوریه کې له خپلو ملګرو ملېشو سره د عفرین ښار شااوخوا مهمې څنډې نیولې دي.

سیمه‌ییزو کرد چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

خو د سوریې د بشري حقونو د څارنې ډلې چې دفتر یې په لندن کې دی ویلي چې د ترکیې او د هغوی متحده ځواکونو د عفرین ښار او هغه ته څېرمه نوي کلي او ښارګوټي محاصره کړي دي.