د نوي ۱۳۹۷ کال د پیل په درشل کې پر فېسبوک پاڼه د نوروز په ملاتړ او مخالفت کې خورا زیات پیغامونه خپرېږي.
په وروستیو څو ورځو کې د فېسبوک د یو شمېر کاروونکو پر پاڼو د نوروز په مخالفت کې یو نوی پیغام لیدل کېږي چې په دې پیغام کې یوه سړي چې د عبدالرحمن نوم ورکړل شوی او سپینه خولۍ او جامې یې اغوستې دي، یو متن په لاس کې نیولی چې په متن کې لولئ، زه نوروز نهلمانځم، په پیغام کې له خلکو غوښتنه کېږي چې د عبدالرحمن په څېر دې دوی هم نوروز نهلمانځي.
د دې پیغامونو په وړاندې په تېره پر فېسبوک چې افغانانیې خورا زیات کاروي، غبرګونونه هم لږ نهدي.
ځینو کسانو لیکلي چې نوروز باید ولمانځل شي او ویلي یې دي چې باید د دین د اصولو او د فرهنګي ارزښتونو ترمنځ توپیر وشي.
لیکوال او څېړونکی حبیبالله رفیع وايي چې نوروز یوازې کلتوري اړخ لري او له دین سره هېڅ اړیکه نهلري.
ښاغلي رفیع ازادي راډیو ته وویل چې دا ورځ افغانانو له زرګونه کلونو راهیسې لمانځلې ده.
ښاغلی رفیع وایي:
"له زرګونه کلونو راهیسې په دې ورځ د دې خاورې اوسېدونکو د خپل نوي کال پیل کړی او په دې ورځ د کښت او کر لپاره تیاری نیسي، نو په دې اساس دا د حرکت او خوځښت ورځ ده، نو ځکه هېڅراز دیني اړخ نهلري، دا یوه ملي او کلتوري ورځ ده او افغانانو لمانځلې او لمانځي بهیې او هغه کسان چې په دښمنانه ډول د دې ورځې مخه نیسي، د هغوی هېڅ منطق نهشته."
د هېواد نامتو لیکوال او شاعر سمیع حامد پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دی د نوروز د لمانځلو پلوي دی.
ښاغلي حامد له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه خپل نظر واضح کړ او ویېویل:
"د نوروز له لمانځلو سره د دوی مخالفت په له خپله نوروز سره نه، بلکې له نوي فکر او له هغو لرغونو فرهنګي ارزښتونو څخه له ناوړه استفادې سره مخالفت دی چې زموږ نننی هویت له فکري پلوه پسرلنی کوي، نو ځکه دوی په طبیعي ډول د هغو پر ضد درېږي."
علي امیري چې د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې استاد دی، ازادي راډیو ته وویل چې له نوروز سره د مخالفت وجه په ټولنه کې د افراطي نظریو پراخېدل دي.
ښاغلی امیري زیاتوي:
"د ترورېستي نظریو پراخېدل، د افراطي ډلو ځواکمنېدل او د طالبي او داعشي فکرونو پیاوړي کېدل د دې باعث شوي چې د ټولنې یوه برخه د بنسټپالنې د مفکورو تر اثر لاندې راشي او د نوروز په څېر له ملي جشنونو سره مخالفت وکړي."
ښاغلی امیري وايي، که له نوروز سره د مخالفتونو مخه ونهنیول شي، نو د دې نظریو لمن به پراخه شي او ښايي په راتلونکي کې د نورو ملي او کلتوري مناسبتونو د لمانځلو مخنیوی هم وشي.
د امیري په نظر، پخوا چې افغاني ټولنه منځلارې او دودیزه وه، نو له دې مناسبتونو سره مخالفت هم نهکېده.
ډېری څېړونکي او فرهنګیان په دې باور دي چې د نوروز لمانځنه د لرغونې اریانا شااوخوا څلور زره کلن فرهنګي دود دی او په دې سیمه کې چې کالیې څلور منظم فصلونه لري، تل لمانځل شوی.
د تاریخي څېړنو او روایتونو له مخې، د نوروز لمانځل د یما پاچا یا جمشید له وخته چې بلخیې د واکمنۍ مرکز و، پیل شوي دي.