راپور: روان کال په افغانستان کې څه باندې ۳۰ زره کسان بې‌ځایه شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي، د روان میلادي کال له پیله څه باندې ۳۰ زره کسان په افغانستان کې د کورنیو کړکېچونو له کبله بې‌ځایه شوي دي.

دغې ادارې په خپل اوونیز راپور کې ویلي چې په تېره اوونۍ کې په ټول هېواد کې تر ۲۰ زرو ډېرو اړو کسانو بشري مرستې ترلاسه کړې دي.

په دې راپور کې راغلي چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د کندها ر په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پولیسو پر مرکز د وسله‌والو برید له پاکستان څخه د بشري مرستو د فعالیتونو مخه ونه‌نیوله.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره په دې باور ده چې جګړې او ناامني د افغانستان د خلکو د بې‌ځایه کېدو تر ټولو لوی لامل دی.