طالبانو په ۵ ولایتونو کې د شپې له‌خوا پر مخابراتي شبکو بندیز لګولی

وسله‌والو طالبانو د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د شپې له‌خوا د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز لګولی دی.

د جرمني خبري اژانس د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت د یوه چارواکي خان زمان امرخېل له قوله لیکلي چې وایي، طالبان په پنځو ولایتونو کې یا په بشپړ ډول یا په څو برخو کې د ماښام له شپږو بجو مخابراتي سیستم غیر فعاله کوي.

ویل کېږي چې وسله‌والې ډلې په دې ډول غواړي، د افغان امنیتي ځواکونو د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د دوی د ټيلیفوني مکالمو له لارې، د تعقیب مخه ونیسي.

ښاغلي امرخېل ویلي چې دا بندیز په کندز، بغلان، غزني، ارزګان او هلمند ولایتونو کې لګول شوی دی.

دغه چارواکي دا هم ویلي چې طالبانو په یادو سیمو کې مخابراتي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې که په خپله خوښه خدمات بند نه‌کړي، نو مخابراتي پایې به‌یې ړنګې کړي.

«IWPR» یا د جګړې او سولې د راپور ورکولو انسټټیوټ ویلي چې څلور معتبر مخابراتي شرکتونه لکه اتصالات، روشن، افغان بیسیم او ام ټي ان دغه بندیز پلی کوي.