له نیپاله راپورونه وایي چې په پلازمېنه کاتماندو کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو له کبله، لږ تر لږه ۴۹ تنه وژل شوي دي.
راپورونه وایي، د دې پېښې لږ تر لږه ۲۲ تنه ټپیان روغتونونو ته وړل شوي او د ځینو روغتیایي حالت خراب ښودل شوی دی.
دا الوتکه چې ۶۷ مسافر او څلور تنه عمله پهکې وو، د دوشنبې په ورځ د کاتماندو په نړیوال هوایي ډګر کې د کېناستلو پر مهال لوېدلې او بیا یې اور واخیست.
د دې پېښې له کبله، د کاتماندو هوایي ډګر تړلی دی او الوتنې یې یا ځنډول شوي او یا نورو هوایي ډګرونو ته راجع شوې دي.
تر اوسه د الوتکې د سقوط دلیل معلوم نهدی، خو د نیپال صدراعظم د دې پېښې په اړه د بېړنیو تحقیقاتو ژمنه کړې ده.
د «US-Bangla» شرکت اړوندې دغې الوتکې د بنګلهدېش له پلازمېنې ډاکې پرواز کړی و.