جاپان او جنوبي کوریا موافقه کړې چې د شمالي کوریا د اټمي پروګرام او د توغندویي ازموینو د مخنیوي په هدف به، پر پیونګ یانګ فشارونو ته دوام ورکړي.
د جاپان د بهرنیو چارو وزیر تارو کونو «Taro Kono» د دوشنبې په ورځ په توکیو کې د جنوبي کوریا د ملي استخباراتو د ادارې له مشر سو هوون «Suh Hoon» سره په یوه ګډه خبري غونډه کې دا خبره وکړه.
نوموړي زیاته کړه:
"د دې لپاره چې د شمالي کوریا د اټمي پروګرام او توغندویي ازموینو د لهمنځه وړلو هدف ته ورسېږو، سو او ما موافقه وکړه چې پر شمالي کوریا حد اکثر فشارونو ته به دوام ورکړو."
د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې د امریکا له متحده ایالاتو سره هم ورته موافقه کړې ده.
دغو مشرانو داسې مهال خبرې کړي چې د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون او د جنوبي کوریا د ولسمشر مون جه-اېن او دغهراز د کېم او د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ ترمنځ د لیدنو اعلانونه شوي دي.
تمه ده چې دغه سرمشریزې د مې په وروستیو کې وشي، خو د کتنې دقیق وخت او ځای تر اوسه معلوم نهدی.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د شنبې په ورځ پر ټویټر لیکلي چې د شمالي کوریا له مشر سره بهیې کېدونکې خبرې بریالۍ وي.