جواد ظریف: ایران او پاکستان باید له ترورېزم سره په ګډه مبارزه وکړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف خپل پاکستاني سیال خواجه محمد اصف ته ویلي چې دواړه هېوادونه باید د ترورېزم پر وړاندې ګډ کار وکړي.

د ایران خبري اژانسونو د ښاغلي ظریف له قوله ویلي:

"دا اړینه ده چې ایران او پاکستان د دوو دوستو ګاونډیو په توګه چې ګډه پوله لري، باید د دغو هېوادونو د امنیت د تضمینولو لپاره په خپلو کې، پیاوړې همکاري ولري."

جواد ظریف د سیاسي او سوداګریزو مشرانو د یوه لوی پلاوي په مشرۍ د مارچ پر ۱۱مه اسلام‌اباد ته ورسېد.

دی دغه‌راز په پام کې لري چې په دې درې ورځني سفر کې د پاکستان له ولسمشر ممنون حسین، صدراعظم شاهد خاقان عباسي او نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل ویلي چې د ښاغلي ظریف دا لیدنه د دواړو لورو ترمنځ د منظمو سیاسي لیدنو کتنو یوه برخه ده.

ایران او پاکستان په خپلو کې نږدې اړیکې درلودې، خو د دوی ترمنځ شخړې له هغه وخته راپورته شوې چې پاکستان اعلان وکړ چې خپل پوځي ځواکونه د روزنې او سلامشورې لپاره د ایران سیمه‌ییز رقیب، سعودي عربستان ته لېږي.