په ارزګان کې یو طالب سرګروپ پولیسو ته تسلیم شوی

د ارزګان ولایت سیمه‌ییز امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د پولیسو لومړي کنډک ته، یو طالب سرګروپ له خپلي وسلې او یوې پایې مخابرې سره تسلیم شوی دی.

په دغه ولایت کې د ملي پولیسو د درېیم کندک قوماندان ملک زین‌الله ازادي راډيو ته وویل، دغه طالب سرګروپ چې میئن نومېږي او د قصاب په نوم شبکه‌یې درلوده، نن دوشنبه د دوی د پولیسو یوې امنیتي پوستې ته ورغلی او تسلیم شوی دی.

دغه طالب سرګروپ وايي چې د ارزګان د دوه کلنې جګړې ورانۍ او ویجاړۍ یې نورې ونه‌شوې زغملی، نو ځکه‌یې سوله خوښه کړه او نور به د یوه عام کس په توګه نوی ژوند پیلوي.