عبدالله: په تېرو څلورو لسیزو کې د غیر دولتي مؤسسو کارونه د قدر وړ دي

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، په تېرو څلورو لسیزو کې د غیر دولتي مؤسسو کارونه د قدر وړ دي.

اجرائیه رئیس وايي، په افغانستان کې د غیر دولتي مؤسسو بېلابېلې برنامې لامل شوي چې د خلکو په ژوند کې مثبت تغییر رامنځته شي.

ښاغلي عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ ناوخته‌يې د غیر دولتي مؤسسو د لومړي ملي کنفرانس په پای غونډه کې خبرې کولې، وویل چې په تېرو څلورو لسیزو کې غیر دولتي مؤسسو ډېرې قربانۍ ورکړي او افغان حکومت د دوی ساتنه او ملاتړ خپله دنده ګڼي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"ستاسې کارونه په بېلابېلو برخو کې احساس شوي او د خلکو د ژوند د خونديتوب لامل ګرځېدلي دي چې نه‌غواړم خپل احساس د دې هېواد د یوه اوسېدونکي یا هم مسؤل چارواکي په توګه ښکاره کړم، موږ له تاسې ملاتړ کوو او ستاسې ساتنه خپله دنده ګڼو."

ده وویل، دا چې غیر دولتي مؤسسو په سختو شرایطو کې ځپل شویو کورنیو ته رسېدنه کړې او په بېلابېلو برخو کې يې د خلکو ژوند خوندي کړی، نو افغان دولت به په یو شمېر برخو کې د دوی له تجربو ګټه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف ویلي، که غیر دولتي مؤسسې خپل کارونه په سمه توګه ترسره نه‌کړي، وبه تړل شي.

ښاغلي غني چې تېره ورځ‌یې په کابل کې د غیر دولتي مؤسسو په ملي کنفراس کې خبرې کولې، وویل چې د غیر دولتي مؤسسو کارونه که څه هم د پام وړ دي، خو په متوازنه توګه نه‌دي ترسره شوي.

نوموړي وویل، په افغانستان کې انجوګانې په تېرو ۱۷ کلونو کې په دې نه‌دي توانېدلي چې یوه پراختیايي اجنډا جوړه کړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

په ورته وخت کې د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي چې په دغه هېواد کې غیر دولتي مؤسسو د کرنې، پوهنې، روغتیا، خوندیتوب، ښې حکومتوالۍ او زیربناوو په برخه کې فعالیتونه کړي دي.

د اقتصاد وزیر مصطفی مستور چې د یاد کنفرانس په پای غونډه کې يې خبرې کولې، د دې ناستې بحثونه مهم وبلل او ويې‌ویل چې دغه بحثونه به په راتلونکي کې په جدي ډول تعقيب کړي.

په همدې حال کې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهاند محمد بشیر دودیال وايي چې په تېرو کلونو کې که څه هم د غیر دولتي مؤسسو کارونو نیمګړتیاوې درلودې، خو ګټې يې هم ډېرې وې.

نوموړي زیاته کړه:

"نیمګړتیا وه، د دوی په کارونو کې، خو کارونو کې يې ډېر ښه تأثیرات هم درلودل، زموږ ډېر زیات کدرونه په همدې مؤسساتو کې وروزل شول، ډېره زیاته تجربه مو له همدوی زده کړه، زموږ سازمانونه او ادارات له دفتري اصولو سره د همدوی د کار له برکته اشنا شول، نو دا هر څه بې‌تأثیره نه‌وو."

دا د غیر دولتي مؤسسو لومړنی کنفرانس و چې ترسره شو، د افغانستان د اقتصاد وزارت په وینا، د دې کنفرانس اصلي هدف د انجوګانو ترمنځ د توازن رامنځته کول او د دوی په کارونو کې شفافیت دی.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا، په افغانستان کې په ځانګړي ډول، کلیو کې د بې‌وزلۍ کچه ۳۹ سلنه لوړه ده چې باید د حکومت تر څنګ، د غیر دولتي مؤسسو خدمتونه د دغې پدیدې په راکمولو کې ګټور تمام شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام