اوکراین په نښتو کې د یوه اوکرایني سرتېری د وژلو خبر ورکوي

اوکراین وايي، د دې هېواد په ختیځ کې په نښتو کې یو اوکراینی سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، د روسیې ملاتړ لرونکو بېلتون غوښتونکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پرله‌پسې د ماشینګڼو په ډزو له اوربنده سرغړاوی کړی.

روس پلویو بېلتون غوښتونکو بیا ادعا کړې چې حکومتي ځواکونو له اوربنده سرغړاوی کړی او څو ځلې یې د دوی پر لور د هاوان او ټوپکو ډزې کړې دي.

د اوکراین په ختیځ کې د اوربند هغه هوکړې چې د مینسک د ۲۰۱۴ سپټمبر او ۲۰۱۵ فبرورۍ د تړونونو له مخې اعلان شوي وو، ونه‌ساتل شوې.

کیف تر دې مخکې ویلي وو، بېلتون غوښتونکو د مارچ په پنځمه د اوربند له نوي توافقه سمدستي وروسته سرغړونه کړې وه.