د روسیې ولسمشر د مارچ په ۱۴مه کریمیا ته ځي

ټاکل شوې ده د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د مارچ په ۱۴مه کریمیا ته ولاړ شي.

نوموړی به د ولسمشرۍ د انتخاباتي کمپاین په وروستۍ ورځ دغلته په یوه غونډه کې ګډون وکړي.

دا غونډه په کریمیا کې د روسیې له‌خوا د هغې نمایشي ټولپوښتنې د څلورمې کلیزې په مناسبت جوړه شوې چې په نتیجه کې یې کریمیا له اوکراین جلا او روسیې سره یوځای کړی شوه.

پر دې ټول پوښتنه پراخ انتقادونه شوي.

د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف یوه روسي ټلوېزیون ته ویلي، په کریمیا کې به په دې غونډه کې زرګونه کسان ګډون وکړي.