ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد چارواکو د ترکیې د هغې شخصي جټ الوتکې تور بکس ترلاسه کړی چې د مارچ په ۱۱مه د ایران په جنوب لوېدیځ کې لوېدلې وه.
د الوتکې ټول ۱۱ سپاره په پېښه کې وژل شوي دي.
د ایرنا دولتي خبري اژانس وايي، د دوشنبې په ورځیې د شهر کرد ښار څنډه کې د الوتکې د سپرلیو ۱۰ جسدونه موندلي دي.
د ایران د بېړنیو خدمتونو د ادارې ویاند مجتبی خالدي ویلي، دا الوتکه د ایران په هوايي حریم کې د خرابې هوا له کبله، له یوه غره سره لګېدلې ده.
د ترکیې رسنیو ویلي، په دې پېښه کې د یوه ترکي سوداګر حسین بشران ۲۸ کلنه لور مینه بشران، د هغې اووه دوستان او د الوتکې درې تنه عمله وژل شوي دي.
مینه بشران د خپل واده د چمتووالي په جشن کې له دبۍ استانبول ته په لاره وه چې له دې پېښې سره مخ شوه.