د کونړ پر دانګام ولسوالۍ له تېرې شپې تر اوسه د پاکستان پوځ د توپونو ۲۰۵ مرمۍ ویشتې دي.
د دانګام ولسوال محمد رحمان دانش د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پاکستاني پوځ له تېر ماښامه بیا د خپلو درنو وسلو خولې دانګام ولسوالۍ ته را اړولي چې تر دې دمهیې د ویشتل شویو مرمیو شمېر ۲۰۵ ته رسېږي.
نوموړي وویل، تر اوسه په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی، خو د خلکو، باغونو او کروندو تهیې زیان اړولی دی.
د دانګام ولسوالۍ د ځایي اوسېدونکو په خبره، د پاکستانیو پوځیانو د ډزو له املهيې تېره شپه په اور کې تېره کړې او هر ساعت د دې وېره شته چې دوی ته ځاني زیانونه ورسېږي.